کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هغمږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به ۵،۸ میلیون افغانان بېړنیو سرپناه او غیرخوراکي توکو ته اړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو اړوند دغه دفتر پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغانان هغه کسان دي چې په نامناسبو ځایونو کې اوسېږي، وروستیو سېلابونو ځپلي او راستانه شوي دي.
اوچا زیاته کړې، دوی د دغه شمېر کسانو له ډلې ۱،۱ میلیون کسانو ته د مرستو رسولو له پلوه لومړیتوب ورکړی چې د هغه لپاره یې ۱۷۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق (UN_STFA) تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي وو چې لوکزامبورګ هېواد ۱.۵۶ میلیون امریکایي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
اوچا څه موده مخکې ویلي وو چې تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر ډسمبر میاشتې پورې یې د افغانستان لپاره نږدې ۸۵۹ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړې چې څه باندې دوه میلیارد نورو ډالرو ته هم اړتیا ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP