غزني ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت په مرکز کې د دوو دښمنو کورنیو ترمنځ پنځه کلنه دښمني ختمه شوه.

د میدانوردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري آژانس ته وویل، د مرکز ميدانښار د ابراهيمخېلو په سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ دښمني د قومي مشرانو، مخورو او حکومتي مسوولینو په هڅو حل شوه.

دی وايي چې دغه دښمني د قتل پر سر رامنځته شوې وه او پنځه کاله یې دوام وکړ.

هغه وویل، تېره شپه د يادو کورنيو مشرانو او کشرانو يو بل ته د مينې او پخلاينې غېږې ورکړې او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به په سوله کې ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې په دغه ولايت کې ټولې دا ډول دښمنۍ پای ته ورسوي.

په همدې حال کې، د دغې سيمې قومي مشران او سپينږيري وايي چې د دا ډول شخصي دښمنيو او شخړو حل د خلکو ترمنځ د يووالي لامل ګرځي او د بدبختيو مخه نیسي.

د سیمې یوه قومي مشر حبیبالله پژواک ته وویل، حکومت او قومي مشران بايد د دغه ډول دښمنيو مخنيوی وکړي او د روغو جوړو له لارو دغه شان ستونزو ته حل پیدا کړي.

هغه وویل، شخړې خلک بدمرغه کوي، ژوند يې له ګواښ سره مخ کوي او په ټولنه کې ستونزي رامنځته کوي.

ورته وخت کې، دواړو ښکېلو لورو خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو او مصلحینو یې مننه وکړه چې د دوی ترمنځ یې روغه وکړه.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر داسې شخړې د سیمې د قومي مشرانو او مسوولینو په منځګړیتوب حل شوې دي.