کندوز ښار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳): کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ څلوېښت کلنه دښمني چې د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، د قومي مشرانو او ځايي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
یو قومي مخور اغامیر ناصري چې د یادې دښمني په حل کې یې منځګړیتوب کړی، وايي چې د دغو دواړو کورنیو د اختلاف رېښه څلوېښت کاله مخکې ته رسېږي او د دې دښمني له امله یو کس وژل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «دغه دښمني له څلوېښت کلونو راهیسې د کندوز د علياباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، الحمدالله د قومي مشرانو، دیني عالمانو په هڅو او د اسلامي امارت نظام په ملاتړ پای ته ورسېده او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې دښمني پای ته ورسوي او سولهییز ژوند ولري.»
په هغو مراسمو کې چې په همدې تړاو جوړ شوي وو، د دواړو کورنیو غړو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځايي مسوولینو په شتون کې د دښمني پای ته رسولو او سولهییز ژوند ژمنه وکړه.
یاده دښمني کې ښکېل اسامه وايي:«په سوله کې خیر دی، بری دی، زموږ غوښتنه له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره دښمني لري، دا ده چې دښمني او شخړې پای ته ورسوي له یو بل سره سوله وکړي.»
د مقتول د کورنۍ یو غړی عبیدالله وايي: «د دښمني ژوند ډېر سخت دی، لکه په قفس کې اوسېدل دي، هغوی له موږ وېرېدل موږ له هغوی، له خلکو مو غوښتنه دا ده چې له داسې کړنو ځان وساتي؛ ځکه ښې پایلې نهلري.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه څه باندې دوه سوه کوچنۍ او لویې دښمنۍ د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب او د اسلامي امارت د حکومت په ملاتړ پای ته رسېدلې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP