ژبه

جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

<p style="text-align: justify;">شبرغان (پژواک، ۵ دلو ۱۴۰۳): جوزجان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د جوزجان – بلخ پر لویه لاره د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله یوې ۱۰ کلنې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی او څلور کسان نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د جوزجان د امینې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «پرون مازدیګر یو سراچه موټر جوزجان – بلخ په لویه لار د شبرغان ښار اړوند په چیغچي سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی چې په نتیجه کې یې یوه ۱۰ کلنه نجلۍ مړه شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.»</p>

<p style="text-align: justify;">هغه د پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي بللې او ویلي یې دي چې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.</p>