Language

د جرمونو نړيوالې محکمې د یوه څارنوال غوښتنې ته د ا.ا غبرګون

[restrict paid="true"] 

کابل(پژواک، ٥ سلواغه ١٤٠٣): د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ا.ا د رهبر او سترې محکمې د مشر په اړه د نړۍوالې جنايي محکمې د یوه څارنوال د تورونو پر بنسټ‏د نيول کېدو غوښتنه، د ياد جوړښت د ډېرو نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بې‌برخې، دوه گونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده.

تېره ورځ (پنج‌شنبه) د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال، کریم‌خان له دغې محکمې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې رییس عبدالحکيم حقاني د نیولو غوښتنه وکړه.

یاد څارنوال، د اسلامي امارت پر يادو دوو مشرانو تور پورې کړی چې د افغان نجونو او ښځو او د هغو کسانو چې د دوی له فکر سره برابر نه دي، د ځورونې مسوول دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشر او د سترې محکمې د رییس په اړه د یادي محکمې د يوه څارنوال د تورونو پر بنسټ‏د نيول کېدو غوښتنه، د ياد جوړښت د ډېری نورو پرېکړو په څېر له عادلانه حقوقي بنسټ څخه بې‌برخې، دوه گونی چلن او سياسي هڅول شوې موضوع ده.

سرچينې ياد تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت دغه تورونه په کلکو ټکو غندي او ردوي يې.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: "دغه جوړښت په داسې حال کې د اسلامي امارت پر محترمو مشرانو بې‌بنسټه تورونه پورې کوي چې اوس په افغانستان کې سرتاسري امن راغلی، ولس یې تازه د ارامۍ ساه اخیستې، شخصي زندانونه، اختطافونه، د جنگسالارانو د قدرت جزیرې او ډېرې نورې ناخوالې او بشر ضد کړنې له منځه تللې دي."

سرچینه زیاتوي: "د تأسف ځای دی چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د بهرنيو ځواکونو او د هغوی د داخلي ملگرو پر جنگي او بشر ضد جرمونو دغې ادارې سترگې پټې کړې دي."

په اعلامیه کې راغلي چې دغه ډول ناسم چلن د یادې محکمې وار د مخه کمزوری اعتبار نور هم له منځه وړي او په نړيواله کچه يې حيثيت او دريځ په بشپړ ډول بې‌معنا کوي.

سرچینه زیاتوي یاده محکمه دې هڅه نه کوي چې د بشري حقونو يو ځانگړی تفسير پر ټوله نړۍ تحميل کړي او د نورې نړۍ د خلکو دیني او ملي ارزښتونه له پامه وغورځوي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.