Language

ګوټریش: سږ کال به نوې‌کېدونکې انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید تر ټولو ستره سرچینه شي

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي نن (د جنورۍ ۲۶مه) د پاکې انرژۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، تمه ده چې سږ کال نوې‌کېدونکې انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید تر ټولو پر سترې سرچینې بدله شي.

نن یکشنبې د سلواغې اوومه (د جنوري ۲۶مه) د پاکې انرژۍ نړۍواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوټریش نن د یادې ورځې په اړه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، اټکل کېږي چې سږ کال به نوې‌کېدونکې انرژي په نړۍ کې د برېښنا د تولید تر ټولو ستره سرچینه شي او زیاته کړې یې ده چې په دې سره لګښتونه هم کمېږي.

نوموړي لیکلي: «د پاکې انرژۍ په دې نړۍواله ورځ راځئ چې د سرعت، عدالت او همکارۍ د پاکې انرژۍ دورې ته ژمن شو.»

د جنوري ۲۶مه د نوې‌کېدونکې انرژۍ نړۍوالې ورځې (International Day of Renewable Energy) څخه موخه د نوې‌کېدونکې انرژۍ اهمیت ته پاملرنه او د پراختیا لپاره یې د خلکو د عامه پوهاوي لوړول دي.

نوې‌کېدونکې‌ انرژي له لمر، باد، اوبو او د ځمکې له تودوخې لاس ته راځي چې د چاپېریال د خرابېدو او د اقلیمي بدلونونو مخنیوي برخه کې مهم رول لري.