Language

د لبنان او اسرائیل ترمنځ اوربند تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې وغځېد

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند به د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۱۸مې دوام ولري.

د رویټرز د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د لبنان او اسراړیل ترمنځ هوکړه د امریکا متحده ایالتونو تر څارنې لاندې ده او د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې به دوام ولري.

سپینې ماڼۍ دغه‌راز ویلي، د لبنان اسرائیل او متحده ایالتونو دولتونه به «۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې څخه وروسته د نیول شوو لبناني بندیانو راستنولو» په اړه مذاکرات پیل کړي.

ورته مهال، لبناني چارواکو اعلان کړی چې د مخکنۍ هوکړې له پای ته رسېدو وروسته اسرائیلي ځواکونو د دغه هېواد په سوېل کې ۲۲ کسان وژلي دي.

د راپور له مخې، د لبنان پوځ ویلي چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري د یک‌شنبې ورځې وژل شوو کسانو کې د دوی یو سرتېری هم لیدل شوی دی.