کندهار ښار (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د کندهار سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس قاري عبدالسلام عمري پژواک ته وویل چې نن له غرمې مخکې د سپین بولدک ولسوالۍ د حود غره په سیمه کې دوو کوچیانو یوه پخوانۍ سرګلوله پیدا کړې وه او لوبې یې پرې کولې.
هغه وايی، دغه سرګلوله پر یادو ماشومانو چې يو یې ۱۵ او بل یې ۱۱ کلن و، چاودلې چې په پایله کې یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
پر همدې مهال، د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، هر کله چې په کومه سیمه کې ناچاوده توکې وموندل شي باید د ۱۹۹ وړیا شمېرې له لارې امنیتي کسانو ته خبر ورکړل شي.
د هغه په وینا، د کورنیو مشران باید خپلو ماشومانو ته دا لارښوونه وکړي چې هیڅکله ناچاوده توکو ته لاس ورنه وړي او لرې ترې اوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP