فیضاباد (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د چرګانو ۳۰۰ فارمونه فعال دي او د ورځې په منځني ډول ۵۶ زره او ۲۵۰ کیلوګرامه غوښه تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې امر انجنیر نصیراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د غوښې چرګانو ټول ۳۵۰ فارمونه شته چې له ډلې یې ۳۰۰ فعال دي او پر یو وخت د ۹۰۰ زره چرګانو ساتلو ظرفیت لري.
هغه زیاته کړه، په دغو فارمونو کې په یوه ۴۰ ورځنۍ دوره کې د چرګ غوښې تولید دوه میلیون او ۲۲۵ زره کیلوګرام ته رسېږي او له دې لارې د ورځې شاوخوا ۵۶ زره او ۲۵۰ کیلوګرامه غوښه بازار ته وړاندې کېږي.
هغه وویل: «په بدخشان کې د ورځې ۶۰ زره کیلوګرامه د چرګ غوښې ته اړتیا ده او تر اوسه د شاوخوا درې زره او ۷۵۰ کیلوګرامه غوښې له کمښت سره مخ یو څو په بشپړ ډول د بازار اړتیا پوره شي او په دې برخه کې پر ځان بسیاینې ته ورسېږو.»
هغه زیاتوي چې په دغه ولایت کې د چرګانو د دانې او چرګوړو د تولید شرکتونه شته، خو ځیني فارملرونکي او د چرګ غوښې پلورونکي د اړتیا وړ چرګوړي او دانه له نورو ولایتونو راوړي او دا چاره د دې لامل شوې چې په بدخشان کې د غوښې چرګانو د روزنې فارمونه ونهشي کړای څو دغه ولایت د چرګ غوښې د تولید له اړخه پر ځان بسیاینې ته ورسوي.
خو د فارمونو ځیني مالکان وايي چې په دغه ولایت کې د دانې او چرګوړو د تولید شرکتونه د خلکو اړتیاوې نهشي پوره کولای او دوی اړ کېږي څو په ځینو مواردو کې دانه، چرګوړي او درمل له کابل، کندوز او ننګرهار ولایتونو راوړي.
بدخشان کې یوه فارملرونکي مېدالله وویل چې دوی د خپل فارم د اړتیا وړ دانه، چرګوړي او درمل له کندوز، کابل او ننګرهار ولایتونو واردوي چې ډېر لګښت پرې راځي او که یې له نورو ولایتونو رانهوړي، نو په بدخشان کې د دانې او چرګوړو د تولید شرکتونه به خپل تولیدات په خپله خوښه په لوړه بیه پلوري.
هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې د چرګانو روزنې په ډېرو فارمونو کې د کندوز اوسېدونکي کار کوي او د چرګوړو د ناروغېدو پر مهال ډاکټر او د اړتیاو وړ درمل هم له دغه ولایته راځي.
هغه وايي چې په دغه ولایت کې د چرګانو یوې ۵۰ کیلويي بوجي دانې بیه ۲۴۵۰ افغانۍ او یو له ۷ تر ۱۰ ورځنی چرګوړی په ۶۴ یا ۶۵ افغانۍ دی، په داسې حال کې چې د چرګ غوښې بیه ټیټه ده او په عمده ډول یو کیلوګرام د چرګ غوښه په ۱۷۰ او په پرچون ډول په ۲۲۰ افغانیو پلورل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP