کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ ): د افغانستان اسلامی امارت د غزې په اړه د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک یې د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولای.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې مخکې غزه «ویجاړه سیمه» یاده کړې وه او له اردون او مصره یې غوښتي و چې د غزې اوسېدونکو ته ځای ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ا.ا د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونې چې د فلسطینیانو د بېځایه کولو او په نورو هېوادونو کې د هغوی د مېشتولو په اړه یې کړې، د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼي.
سرچینې زیاته کړې: «غزه د فلسطین خاوره ده او بل هېڅوک د هغوی د برخلیک په اړه پرېکړه نشي کولی.»
په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت باور لري چې دا ډول پلانونه نه یوازې د صهیونیستي رژیم د شومو اهدافو استازیتوب کوي، بلکې د مسلمانانو د کرکې پارونې او په سیمه کې د کړکېچ زیاتوالي لامل هم ګرځي.
په خبرپاڼه دغهراز ویل شوي چې اسلامي امارت د نړۍ له اغېزناکو هېوادونو او د عدالت له پلویانو غواړي څو د دغو ډول توطیو پر وړاندې یو واحد، عملي او پر وخت دریځ غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د یو شمېر عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غزې د فلسطینیانو بېځایه کولو په تړاو د ډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره مخالفت څرګند کړی و او هغه یې رد کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP