کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳): د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې په تحصیلي بنسټونو کې یې د څېړنو معیاري کولو په موخه درې عنوانه لارښود کتابونه چاپ کړي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت نن په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دغه وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست له لوري په تحصیلي بنسټونو کې د څېړنو معیاري کېدو په موخه د لومړي ځل لپاره په پښتو او دري ژبو د (طبیعي او ټولنیزو علومو) لپاره د مونوګراف لیکنې لارښود، د فوق لیسانس برنامو (ماسټري او دوکټورا) لپاره د څېړنیزو پروژو لارښود او د ملکي لوړو زدهکړو علمي کادر غړو د علمي اثارو لیکنې (څېړنې، تآلیف او ژباړې) لپاره لارښود کتابونه تدوین او چاپ شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، د یادو لارښودونو په تکثیر او تطبیق سره به د مونوګراف لیکنې واحد فارمټ رامنځته شي، د ساینسي او ټولنیزو علومو لپاره به جلا جلا لارښودونه پیدا شي، څېړنې به په یوه سیسټم کې شاملې او د ادبي غلا مخه به ونیول شي او همدارنګه به د څېړنو بېلابېلو برخو کې د پام وړ اسانتیاوې او رونټیا رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې مرغومي میاشتې په ۱۷مه د لوړو زدهکړو وزارت ویلي وو چې پوهنتونونو کې د څېړنو معیاري کولو او ادبي غلا مخنیوي په موخه د لومړي ځل لپاره د (Tarnation) او ګرامرلي سافټوېرونه پېرلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP