Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په ځینو ولایتونو کې نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي ضبط شوي

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳): د مالیې وزارت وایي چې تېره اونۍ د هېواد په ځینو ولایتونو کې نږدې ۵۱ زره کیلوګرامه قاچاقي توکي نیول شوي دي.

د مالیې وزارت پر اېکس‌پاڼه خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي چې د دغه وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې ۵۰ زره او ۹۴۸ کیلوګرامه قاچاقي توکي نیولي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې قاچاق‌کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، په نیول شوو توکو کې رُب، ګوړه، چاکلېټ، خام نخود، د پیازو تخم، غوړي، کېنو، مالګه، مکروني، ملایي، لوبیا، درمل، مربا، وچې شیدې، جامې، د زنګ ضد مایع، پلاستیکي پیپونه او لواشک شامل دي.

سرچینې د جزئیاتو له وړاندې کولو پرته ویلي چې نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوند ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.