کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، ګواتیمالا کې له سړکه د یوه مسافروړونکي بس د وتلو او درې ته د لوېدو له امله ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، یاده پېښه پرون شوې ده.
سرچینې د ګواتیمالا ښار د اوروژونې ادارې ویاند کارلوس هرناندز له قوله راپور ورکړی چې د ۳۶ نارینهوو او ۱۵ ښځو مړي هغې سړې خونې ته چې د یادې پېښې د قربانیانو لپاره ځانګړې شوې وه، لېږدول شوي دي.
د ګواتیمالا ولسمشر برناردو اریوالو درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې د اوروژونې ادارې له لوري په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې یاد بس تر یوې اندازې په چټلو اوبو کې ډوب شوی او شاوخوا ته یې مړي لیدل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP