Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د پارا هندبال سیالۍ ترسره شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ پارا المپیک فدراسیون مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د پنځو لوبډلو د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو ترمنځ په ویلچر د هندبال سیالۍ ترسره شوې.

شمال زون کې د پارا المپیک فدراسیون امر بصیراحمد پژواک ته وویل چې دغه درې ورځنۍ سیالۍ د پنځو لوبډلو ترمنځ دوه ورځې مخکې پیل شوې چې نن د هدایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

نوموړی وایي چې په دغو سیالیو کې له کندوز، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو څخه شاوخوا ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و او پایله کې د هدایت لوبډلې لومړی او سوپرکولا لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

بصیراحمد د دغو سیالیو د ترسراوي موخه د معلولینو هڅونه او نورو خلکو ته د هغوی د وړتیاوو ښوونه بولي.

بلخوا، د دغو سیالیو لوبغاړي له نورو ځوانانو، په ځانګړې توګه له معلولینو غواړي چې ورزش ته مخه کړي.

یوسف محمدي چې له فاریاب ولایته یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی، د یادو سیالیو له ترسراوي خوښ دی او له نورو ځوانانو، په ځانګړې توګه له معلولینو غواړي څو ورزش ته مخه کړي.

جاوید د بلخ ولایت هدایت لوبډلې غړی یادې سیالۍ د معلولینو د هڅونې لپاره غوره فرصت ګڼي او له سرپرست حکومت او سوداګرو د مرستې غوښتنه کوي.

هغه دغه راز وایي چې معلولیت محدودیت نه دی او له نورو معلولینو غواړي څو د ښې روغتیا لپاره ورزش وکړي.

بلخوا، د بلخ ولایت د بدني روزنې ریاست مسوولین لوبغاړو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بلخ ولایت د بدني روزنې ریاست د المپیکي لوبو مدیر نجیب‌الله همت وایي چې بلخ ولایت وروستیو وختونو کې د ډېرو سیالیو کوربه و او هڅه کوي څو د هېواد، په ځانګړې توګه د بلخ ولایت ټول ورزشکاران د خپل ملاتړ تر پوښښ لاندې راولي.

په بلخ کې دغه سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې مخکې هم د دغه ولایت په کوربه‌توب د ویلچر باسکټبال سیالۍ ترسره شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.