لښکرګاه (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د ۷۵ میلیون افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نوې ودانۍ د لښکرګاه ښار د زړي قوماندانۍ په سیمه کې جوړېږي .
هغه زیاته کړه، د دې ودانۍ د جوړولو لپاره د کورنيو چارو وزارت له لوري ۷۵ ميلیونه او ۶۰۰ زره افغانيو په ارزښت بودجه ځانګړې شوې او د ۱۵ میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړه، ياده ودانۍ به درې پوړيزه وي او د اداري شعبو تر څنګ به د غونډو تالار، مېلمستون او اړونده ملحقات هم ولري چي په دې سره به د امنيه قوماندانۍ په اداري چارو کي لا زیاتي اسانتياوي رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP