Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د پسرلي په درشل کې د ګلانو او نیالګيو د پلور بازار ښه شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د نیالګیو، بوټو او ګلانو پلورونکي وايي چې د پسرلي په راتګ سره يې کاروبار غوړېدلی او هره ورځ ګڼ شمېر خلک د بوټو او ګلانو اخیستو لپاره ورځي.

بلخوا، د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې شاوخوا څلور ميليونه نیالګي روزل شوي چې د دغه ولايت سربېره به نورو ولايتونو ته هم د خرڅلاو لپاره ولېږل شي.

د جلال‌اباد ښار په يوه څنډه د هډې فارم په سیمه کې يوه لویه ځمکه د نیالګيو، ونو بوټو او ګلانو خرڅلاو ته ځانګړې شوې ده.

دغلته د نرسري فارمونو او ونو بوټو پلورونکي وايي چې بازارونه يې ښه دي او د دغه ولايت له مختلفو سیمو خلک ورځي.

محمد ابراهيم چې په همدغه ځای کې د نیالګيو پلورونکی دی، وايي، پخوا به نیالګي ډېر له پاکستانه راتلل چې دلته به يې نتیجه نه ورکوله خو اوس اکثریت نیالګي د ننګرهار او شاوخوا ولايتونو تولید دي چې له اب و هوا سره برابر دي او ښه پايله ورکوي.

هغه زیاته کړه: «د خرڅلاو بازار فرق کوي، اوس موسم د نیالګيو د کېنولو دی، د باغونو جوړولو دی؛ نو اکثریت خلک نیالګي او بوټي اخلي بیا چې پسرلی شي نو خلک ګلان اخلي.»

د ونو بوټو د پلور دغه بازار کې ګڼو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

اسرارالدين چې د جلال‌اباد ښار د هډې فارم د کمپ اوسېدونکی دی، وايي، نیمه ورځ ښوونځي ته ځي او نیمه ورځ د ونو او بوټو په خرڅولو بوخت وي.

دی وايي: «کله چې د دوکان مالک نه وي، زه خرڅلاو کوم، کله چې د بوټو موټر راشي، بوټي را کوزوم، بوټو ته اوبه هم ورکوم، څوک چې بوټي واخلي هغوی سره يې تر موټره هم وړم.»

د ونو بوټو د پلور دغه بازار ته راتلونکي خلک وايي چې نرخونه ښه دي خو له حکومتي ادارو غواړي چې په دغه بازار باندې نظارت ولري چې نرخونه لوړ نه شي.

سید اسماعيل چې په خپل کور کې د نيالګيو د کېنولو لپاره يې په دغه بازار کې نيالګي اخیستل، پژواک ته وويل: «نرخونه تر ډېره ښه دي، د ونو بوټو اندازه هم معلومېږي چې په ښه کوالټۍ کې دي.»

هغه وويل: «پسرلی په را رسېدو دی، له هېوادوالو څخه مې هیله ده چې راشي له خیره او نیالګي وکري. يو نیالګی د ځان لپاره او يو د سوکاله او اباد افغانستان لپاره.»

بلخوا، د ننګرهار کرنې رييس مولوي ولي محسن وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور له لوري شاوخوا څلور ميليونه نیالګي روزل شوي دي.

هغه هم له هېوادوالو وغوښتل چې د نيالګیو د کېنولو ترڅنګ د نيالګيو پالنه او ساتنه هم وکړي چې په راتلونکي کې د هوا د ککړتیا د مخنيوي او د خپلو سیمو د زرغونتیا برخه کې ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په ننګرهار کې د نیالګيو کېنولو پسرلنی ملي کمپاين پيل شو چې پر مهال يې په دولتي ادارو کې نیالګي کېنول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.