Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۹۱ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۹۱ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ۹۱ بندي افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي: «لس کورنۍ چې ۳۳ غړي لري او ۵۸ نور کسان چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله نیول شوي وو، د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.»

سرچینه وایي چې ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې میاشتې په ۲۹مه هم د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.