کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د عامې روغتیا وزارت په ۱۶ ولایتونو کې د ماشومانو ګوزڼ (پولیو) ضد واکسین د درې ورځني فرعي کمپاین د پیل خبر ورکوي چې په ترڅ کې به یې ۶،۳ میلیون ماشومان واکسین شي.
د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د نړۍوالو ادارو په ملاتړ د ۲۰۲۵ز کال لپاره د پولیو واکسین دویم فرعي ملي کمپاین پیل کړ.»
خبرپاڼه کاږي، دغه کمپاین د هېواد په مرکزي، سوېل، ختیځ، لوېدیځ، سوېل ختیځ او د شمال ختیځې حوزې په ۱۶ ولایتونو کې د روانې فبروري میاشتې له ۲۴ تر ۲۶ پورې پلی کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۶،۳ میلیون له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د خبرپاڼې په حواله، ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، هلمند ولایتونو او کندهار ښار کې به د پولیو واکسین څلور ورځې کمپاین ترسره شي چې د فبروري تر ۲۷مې به دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د دغه کمپاین د پیل په مناسبت وویل: «د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی چې په ټول افغانستان کې د پولیو ویروس مخنیوی وکړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو او د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ ختمولو موخې ته ورسېږو.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترسره کېږي.
دا په داسې حال ده چې د بادغیس د عامې روغتیا ریاست دوه ورځې مخکې د دغه ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په قروتو سیمه کې د پولیو یوې مثبتې پېښې له ثبتېدو خبر ورکړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP