کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، کابل کې د اوبو نړۍوال څېړنیز کنفرانس کې د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ، ویې ویل چې افغانستان د اوبو پراخې سرچینې لري خو په معاصر تاریخ کې ورسره مسلکي او ملي چلند نه دی شوی.
د اوبو نړۍوال څېړنیز درې ورځنی کنفرانس د لوړو زدهکړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې، د اوبو د سالمې استفادې او ککړتیا د مخنیوي په موخه نن پیل شو.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، یاد کنفرانس ته د امارتي ادارو یو شمېر مسوولین، د بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړۍوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې کورني او نړۍوال څېړونکي او متخصصین وربلل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په دغه کنفرانس کې به ۱۳۵ څېړنیزې مقالې شریکې شي.
دغه کنفرانس په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړ شوی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په دغه کنفرانس کې ویلي چې اوبه د الله تعالی یوازینی بېبدیله نعمت دی او له هغه پرته د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند، د هېوادونو اقتصادي وده او پراختیا امکان نه لري.
هغه وایي: «د اسلام مبارک دین د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه دیني مکلفیت راجع کوي او له بل لوري له نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت ګڼل کېږي.»
د برادر په وینا، که څه هم اوبه نوې کېدونکې طبیعي سرچینه ده، خو بیا هم په اوسنۍ نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او د کمېدو په حال کې دي.
هغه زیاتوي: «دې ناورین د هېوادونو پر خپلمنځي او نړۍوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم منفي اغېزه کړې ده.»
ملا عبدالغني برادر وویل: «افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې لري، خو له بده مرغه د هېواد په معاصر تاریخ کې له دغه ستر نعمت سره د بېلابېلو عواملو له امله مسلکي او ملي چلند نه دی شوی. نو په دې اساس اوس زموږ او ستاسې ګډ مسوولیت دی چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د اوبو د غوره مدیریت لپاره اساسي ګامونه واخلو.»
د هغه په خبره، په همدې موخه د خپل حق له اوبو د ښې استفادې او مدیریت په موخه د افغانستان اسلامي امارت خپلې هڅې کوي چې یوه بېلګه یې د قوشتېپې کانال کېندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په پای کې د اوبو د غوره مدیریت په برخه کې نننی کنفرانس او دلته د پوهنتونونو د استادانو او اوبو برخې متخصصینو له لوري د څېړنیزو مقالو او تجربو شریکول مهم وبلل او هغوی ته یې د لا زیاتو او دقیقو څېړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند د پیغام په یوه برخه کې راغلي، اسلامي امارت د اوبو مدیریت د وخت اړتیا بولي، د اوبو ښه مدیریت ته ژمن دی او له استادانو او متخصصینو څخه غواړي چې د اوبو نړیوال کنفرانس له لارې د اقلیم بدلون، وچکالۍ او سیلابونو ستونزو ته علمي حلارې وړاندې او له اړوندو ادارو سره یې شریکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP