Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې وزارت: په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زده‌کړو زمینه برابرېږي

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زده‌کړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زده‌کړو زمینه برابره شي.

دغه څرګندونې نن د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخي‌الله سعید په کابل کې یوې ناستې ته کړې دي.

د نالوستو کسانو د سواد کچې لوړولو په موخه د پوهنې وزارت او ۲۵ وزارتونو او بېلابېلو ادارو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیکېدو ناسته د پوهنې وزارت د مسوولینو په حضور کې ترسره شوه.

د سواد زده‌کړو د انسجام چارو او ملي بسیج امر زاهدالله په دې ناسته کې وویل چې د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې به د کورنیو او دفاع وزارتونو نظامي پرسونل په ګډون څه باندې ۹۰ زره دولتي کارکوونکو ته چې له لیک لوسته بې‌برخې پاتې شوي، د سواد زده‌کړو زمینه برابره شي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین مولوي سخي‌الله سعید په دې ناسته کې وویل چې د دغه وزارت تشکیلات نسبت جمهوریت ته دوه برابره شوي او د تېر په خلاف اوس په ټول هېواد کې د زده‌کړو زمینه برابره ده.

هغه وویل چې د دغه وزارت د سواد زده‌کړو ریاست د پلان له مخې، ښایي په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زده‌کړو زمینه برابره شي.

یاده ناسته کې حکومتي مسوولینو د سواد زده‌کړو پر اهمیت او د ټولنې د پرمختګ لپاره د لیک لوست پر رول ټينکار وکړ.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال بخت‌الرحمن شرافت د علم او سواد اهمیت ته په اشاره د دغه هوکړه‌لیک پر عملي کېدو ټینګار وکړ، ویې ویل، هغه کسان چې سواد نه لري، د سواد صاحب دې شي او کوم کسان چې سواد لري، د سواد کچه دې لوړه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت معین شیخ مدارعلي کریمي په دې ناسته کې د دې ترڅنګ چې سیاست باید له تعلیمه لرې وساتل شي زیاته کړه، په کومه ټولنه کې چې علم او پوهه وي، هغه ټولنه ژوندۍ پاتې کېږی.

هغه وویل: «مجاهدین په اضغر جهاد کې بریالي شول، خو اکبر جهاد پیل شو، د دې لپاره چې افغانستان له پرمختللې نړۍ سره سیال شي، تعلیمي برخو کې لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.»

د پوهنې وزارت د ارقامو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په ۶۰۲۲ مرکزونو کې څه باندې ۴۰۰ زره کسان د سواد له زده‌کړو برخمن شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.