غزنيښار (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۳): د کب لسمه چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون کالیزه ده، نن په غزني ولایت کې د یوې مشاعرې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
په دې مشاعره کې د سیمهییزو مسوولینو، قومي مشرانو، لیکوالو، شاعرانو او د ادب مینهوالو ګډون کړی و.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د مشاعرې په پیل کې وویل چې د دوحې تړون د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لامل شو.
هغه زیاته کړه: «د دوحې تړون د امریکايي ځواکونو د وتلو او د اسلامي امارت د بیا حاکمیت لپاره لار هواره کړه چې له امله یې جګړه پای ته ورسېده او افغانستان له اشغال څخه خلاص شو.»
د مشاعرې ګډونوالو، په ځانګړي ډول قومي مشرانو د دوحې تړون یوه پر ځای پرېکړه وبلله.
قومي مشر حاجي موسی سعادت پژواک ته وویل: «د کب د لسمې نېټې تړون دا زمینه برابره کړه چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، بندیان خوشي شي او د سولې مذاکرات پیل شي چې بالاخره د جګړې ټغر ټول شو او افغانانو د ارام ساه واخیسته.»
په مشاعره کې ګڼو شاعرانو او ادیبانو د دوحې تړون د کالیزې په ویاړ شعرونه ولوستل چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتنه، د نوي نظام رامنځته کېدل او د جګړې ختمېدل یې په کې وستایل.
یاده دې وي چې د دوحې تړون له اوږدې مودې خبرو اترو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب ملا عبدالغني برادر او د امریکا د متحده ایالتونو په استازیتوب زلمي خلیلزاد لاسلیک کړی و.
د یادولو ده، د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال پّ فبرورۍ کې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو چې له مخې یې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP