ژبه

تازه خبرونه
لوګر کې دوه کسان د نشه‌‍یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي

پل‌علم (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۳): لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په مرکز پل‌علم کې دوه کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان تېره ورځ د لوګر امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو له لوري د کشفي معلوماتو پر اساس د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «پښتون اباد» سیمه کې نیول شوي دي.

انس زیاتوي، له یادو کسانو سره دوه کیلو او سل ګرامه شيشه، پوډر او یو کرولا ډوله موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

هغه وویل، نیول شوي کسان به له پلټنو وروسته عدلیي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.