مزارشریف (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): بلخ کې د «ازاد» په نوم د یوې سیمهییزې راډیو مسوولین وایي چې له شاوخوا یوې لسیزې فعالیت وروسته یې د اقتصادي ستونزو له امله د دې راډیو خپرونې ځنډولې دي.
بلخ کې د «ازاد» راډیو مسوول منیراحمد بهیر پژواک ته وویل: «د ازاد راډیو خپرونې له نږدې یوې لسیزې وروسته د بدو اقتصادي شرایطو له امله په لنډمهاله ډول ځنډول شوې دي.»
بهیر تمه ښیي چې د بلخ حکومتي مسوولین او د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په ملاتړ به دغه راډیو د اطلاعرسونې په موخه خپلې خپرونې بیا پیل کړي.
ورته مهال، بلخ کې د کلید راډیو مسوول احمدالله ستانکزی هم وایي چې دغه ولایت کې د اقتصادي ستونزو له امله د سیمهییزو رسنیو خپرونې ټکڼۍ شوې دي.
هغه د رسنیو د خپرونو ټکڼي کېدل د برېښنا بیې لوړوالی او د سوداګریزو اعلاناتو نشتون یادوي.
ستانکزي له حکومت او د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو وغوښتل څو د راډیوګانو ملاتړ وکړي.
دغهراز، بلخ کې د خبریالانو خوندیتوب کميټې مسوول عبدالطیف سهاک هم د ازاد راډیو د خپرونو د درېدو په اړه اندېښنه ښیي.
هغه وایي: «د اندېښنې خبره ده چې یوه راډیو له یوې لسیزې خپرونو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله تړل کېږي او ورسره یو شمېر خبریالان بې دندې کېږي.»
سهاک د رسنیو د ملاتړ نړۍوالو سازمانونو څخه غواړي څو د رسنیو اقتصادي ستونزو د حل برخه کې ورسره مرسته وکړي او له حکومته یې وغوښتل چې د رسنیو د خپرونو په پالیسۍ کې بدلون راولي.
بلخوا، د بلخ اطلاعاتو او فرهنک رییس محمودالله ضرار د رسنیو مسوولینو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
ضرار وایي: «د اطلاعاتو او فرهنک ریاست تل هڅه کړې، په مناسب وخت او ښه طریقه باندې د رسنیو ستونزو ته رسیدنه وکړي، موږ ډاډ ورکوو چې د رسنیو ستونزې به حل او ورسره به خپلې مرستې هم وکړو.»
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم بلخ کې د نهاد په نوم د یوې خصوصي راډیو خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله درول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP