کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په لوېدیځو او سوېلي سیمو کې د سختو بادونو له امله تر اوسه ۳۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایبیسی نیوز راپور ورکړی چې د یادو بادونو له امله یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي او ډېر مالي تلفات یې اړولي دي.

راپور ورکړل شوی چې تر اوسه څه باندې ۴۰ ګردبادونه راغلي او سرعت یې په ساعت که څه باندې ۱۳۰ کیلومتره ښودل شوی دی.

د راپور له مخې، توپانونو ودانۍ ورانې کړې، د برېښنا د تامینولو سیسټم یې خراب کړی او څه باندې سل ځنګلي اورلګېدنې یې پراخې کړې دي.

راپور کې زیاته شوې په داسې حال چې توپان په سیمه کې خپل مسیر ته دوام ورکوي، میلیونونه کسان اوس هم له خطر سره مخ دي.