کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، اندونیزیا کې یوه مسافر وړونکې بېړۍ د جاوا سمندرګي اوبو کې له خپلو ۲۴۳ سپرلیو سره ورکه شوې او د موندلو په موخه یې د لټون عملیات پیل شوي دي.
رویټرز نن (یکشنبه، د سپټمبر ۱۳مه) د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې له قوله راپور ورکړی چې له «Virgo Transport 8» بېړۍ سره د خرابې هوا له امله اړیکه پرې شوې ده.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ د شنبې په ورځ د ختیځ جاوا له سورابایا ښار څخه د سوېلي کالیمانتان د بانجارماسین ښار پر لور روانه شوې وه، خو وروسته اړیکه ورسره پرې شوې ده.
د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ادارې ویلي: «د دې خبرپاڼې تر خپرېدو له بېړۍ سره اړیکه نه ده ټینګه شوې او د هغې موقعیت هم معلوم نه دی.»
د دې ادارې په خبره، د ژغورنې ډلو د بېړۍ موندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړي او یوه ډله د بېړۍ وروستي معلوم شوي موقعیت ته استول شوې ده.
اندونیزیا شاوخوا ۱۷ زره ټاپوګان لري او بېړۍ په دغه هېواد کې د ترانسپورټ له مهمو وسایلو ګڼل کېږي؛ ځکه په ډېرو مسیرونو کې سمندري سفرونه د هوايي سفرونو په پرتله ارزانه او اسانه دي.
خو رویټرز راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د سمندري خوندیتوب معیارونه تل په جدي توګه نه پلي کېږي او سمندري پېښې هم نسبتاً ډېرې پکې رامنځته کېږي.