ژبه

بریکس د منځني ختیځ پر کړکېچ اندېښنه وښوده؛ یو اړخیز بندیزونه یې وغندل

رهبران کشورهای عضو بریکس در هجدهمین نشست سران این گروه در دهلی‌نو، هند. — عکس: PIB هند

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۰۸:۴۹

Views: ۶

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د بریکس غړو هېوادونو مشرانو د نوي ډیلي په غونډه کې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د دوام او زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، له ښکېلو لورو یې د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې اختلافات دې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي؛ دوی دغه‌راز له هغو یو اړخیزو جبري اقداماتو سره مخالفت کړی چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي.

د بریکس اتلسمه سرمشریزه د هند په کوربه‌توب د سپټمبر په ۱۲مه او ۱۳مه، د شنبې او یکشنبې په ورځو، په نوي ډیلي کې ترسره کېږي.

د «نوي ډیلي اعلامیې» له مخې چې د دې سرمشریزې په لومړۍ ورځ خپره شوه، د بریکس مشرانو ویلي چې په منځني ختیځ او لوېدیځه اسیا کې د تاوتریخوالي د دوام او زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

هغوی له ټولو اړخونو غوښتي چې له ډېر زغم څخه کار واخلي او له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې وضعیت لا خرابولی شي.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو پر خوندیتوب، د هېوادونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پر درناوي ټینګار شوی دی.

د بریکس مشرانو دغه‌راز غوښتنه کړې چې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې دې هڅې زیاتې شي، څو داسې اوږدمهاله تفاهم رامنځته شي چې په سیمه کې له تلپاتې سولې، امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.

په اعلامیه کې همدارنګه د نړیوالو قوانینو له مخې د نړیوالې سوداګرۍ، اکمالاتي ځنځیرونو او د انرژۍ د عادي جریان د ساتلو لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار شوی دی.

پر اټومي تاسیساتو د بریدونو په اړه اندېښنه

د بریکس غړو هېوادونو د اعلامیې په بله برخه کې پر ملکي تاسیساتو او هغو سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو د «قصدي بریدونو» په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر بشپړې څارنې لاندې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول بریدونه له نړیوالو قوانینو او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له اړوندو پرېکړه‌لیکونو سره په ټکر کې دي.

د بریکس مشرانو ټینګار کړی چې د اټومي فعالیتونو څارنه، اټومي خوندیتوب او امنیت باید تل، د وسله‌والو شخړو پر مهال هم  رعایت شي، څو خلک او چاپېریال له زیان څخه خوندي پاتې شي.

اسوشېټېډ پرېس لیکلي چې دا دریځ د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیل پر بریدونو غیرمستقیمه نیوکه بلل کېږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم په نوي ډیلي کې د بریکس په سرمشریزه کې ګډون لري.

له جبري اقداماتو او یو اړخیزو بندیزونو سره مخالفت

د بریکس مشرانو دغه‌راز هغه یو اړخیز جبري اقدامات غندلي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي.

د اعلامیې له مخې، دغه اقدامات، چې اقتصادي او ثانوي بندیزونه هم په‌کې شامل دي، د هدف ګرځول شوو هېوادونو د خلکو پر حقونو، د پرمختګ پر حق، روغتیا او غذایي خوندیتوب پراخې منفي اغېزې لرلی شي او په ځانګړي ډول بې‌وزله او زیان‌منونکي خلک تر اغېز لاندې راولي.

بریکس د دغه ډول ناقانونه اقداماتو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا اقدامات نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو د منشور اصول او موخې کمزورې کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د بریکس غړي هېوادونه له هغو یو اړخیزو جبري اقداماتو سره مخالفت کوي چې له نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې وي؛ په دې کې هغه بندیزونه هم شامل دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا اجازه نه وي ورکړل شوې او له نړیوالو قوانینو سره مغایرت ولري.

غزه او فلسطین

د بریکس مشرانو په خپله اعلامیه کې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د اوربند له هوکړې سره سره، په غزه کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغوی د اوربند د دوام او غزې تړانګې ته د بشري مرستو د بشپړ او بې‌خنډه لاسرسي غوښتنه کړې ده.

بریکس دغه‌راز د هغو سیاستونو د درولو غوښتنه کړې چې موخه یې له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو جبري بې‌ځایه کول وي.

دې ډلې د هغو اقداماتو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې د فلسطین د خلکو نه‌سلبېدونکي حقونه زیانمنولی شي او یا اشغال ته مشروعیت ورکړي او اوږد یې کړي.

بریکس د دوو دولتونو پر حللارې ټینګار کړی او یو ځل بیا یې د ۱۹۶۷ کال په پېژندل شوو پولو کې، چې غزه او لوېدیځه غاړه هم په‌کې شاملې دي، د یوه خپلواک، حاکمیت لرونکي او د دوام وړ فلسطیني دولت د جوړېدو ملاتړ کړی چې ختیځ بیت‌المقدس یې پلازمېنه وي.

بریکس دغه‌راز په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب ملاتړ کړی دی.

د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه

د بریکس مشرانو د اعلامیې په بله برخه کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو، په ځانګړې توګه د امنیت شورا، د هر اړخیزو اصلاحاتو ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې چې د افریقا، اسیا او لاتینې امریکا مخ پر ودې هېوادونو ته دې په نړیوالو جوړښتونو کې پراخ استازیتوب ورکړل شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د امنیت شورا اصلاحات باید د «نړیوال جنوب» هېوادونو غږ پیاوړی کړي.

چین او روسیې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي، یو ځل بیا په ملګرو ملتونو، په ځانګړې توګه امنیت شورا کې، د برازیل او هند د پراخ رول د غوښتنې ملاتړ کړی دی.

اسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې سرمشریزه کې ویلي، بریکس «د هېچا پر ضد» نه دی او د نړیوال جنوب هېوادونه باید د «قواعدو له تعقیبوونکو» څخه د «قواعدو پر جوړوونکو» بدل شي.

بریکس له برازیل، روسیې، هند، چین، سویلي افریقا، مصر، ایتوپیا، ایران، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اندونیزیا څخه جوړ دی.