Language

هلمند کې ۱۳۰ شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۴): د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د لسو میلیونو افغانیو په ارزښت د ۱۳۰ شنو خونو جوړولو چارې پیل شوې.

د هلمند د والي ویاند، مولوي محمد قاسم ریاض، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې ۱۳۰ شنې خونې د دغه ولایت په مرکز او اتو ولسوالیو کې جوړیږي.

دی وایي، چې په دې پروژه کې سل شنې خونې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او ۳۰ نورې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي.

هغه وویل، چې د دې پروژې له لارې د شنو خونو د ترکیب لپاره د اړتیا وړ توکي هم شامل دي، چې دغه ۱۳۰ بزګرانو ته به ورکړل شي.

ریاض زیاته کړه، چې د دې شنو خونو په جوړېدو سره به بزګران وکولی شي خپل تولیدات په بېلابېلو فصلونو کې بازار ته وړاندې کړي.