Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو ځنډېدو پر دوام اندېښنه ښودلې

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۴): د یوناما مشرې، افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو د ځنډېدو پر دوام خواشيني څرګنده کړې ویلي یې دي چې دغه چاره د افغانانو سوکالي زیانمنوي او نړۍوال دې د پوهنې برخه کې له افغانانو ملاتړ وکړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي څلور کاله پوره کېږي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې او دوی یې خواشیني کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغه ځنډ د افغانستان «ناورین» نور هم پېچلی کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې روزا اوتنبایوا ویلي: «په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو بیا هم په ټولګیو کې د نجونو له څرګند او زیان‌رسوونکي نشتوالي سره دا کړنه نه یوازې د دوی (نجونو) راتلونکې زیانمنوي، بلکې د ټولو افغانانو سولې او سوکالۍ ته هم زیان رسوي.»

اوتنبایوا ویلي چې  د نجونو د زده‌کړو ځنډېدل د افغانستان د بیارغونې امکانات کموي او باید لغوه شي.

د یوناما مشرې له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د امکان تر بریده د پوهنې په برخه کې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې د یونیسف د معلوماتو له مخې راغلي چې تر دې دمه د نجونو د زده‌کړو د ځنډ له امله  ۲.۲ میلیونه افغان نجونې اغیزمنې شوي او څلور سوه زرو ته یې یوازې سږ کال زیان اوړي.

افغان چارواکو تراوسه د دې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د مناسبو شرایطو په برابرېدو سره به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.