Language

د سره سمندرګي سواحلو کې د یوه اوبتل ډوبېدو پېښه کې شپږ روسي ګرځندویان مړه شوي

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۴): د راپورونو پر بنسټ، د مصر ساحلي ښار غردقې ته څېرمه د سره سمندرګي سواحلو کې د یوه اوبتل ډوبېدو له امله لږ تر لږه  شپږو روسي ګرځندویانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۹ نور کسان ژغورل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پرون (پنجشنبه) د مصر د سره سمندرګي په سواحلو کې د یوه تفریحي اوبتل ډوبېدو پېښه کې شپږ روسي سیلانیان مړه او ۳۹ نور کسان ژغورل شوي دي.

په راپور کې راغلي، په یاد اوبتل کې چې «سندباد» نومېده، د پنځو مصري خدمه‌وو په ګډون د هند، روسیې، ناروې اوسویډن ۵۰ وکړي په‌کې سپاره وو.

د یاد اوبتل د مالک په خبره، له دغه اوبتله ۲۵ متره لاندې اوبو کې سېلانیانو ته د سمندري ژوو ژوند، مرجاني ډبرې او نور ورښودل کېدل.