کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په میانمار او ټایلینډ کې د دوو پرلهپسې زلزلو له امله تر زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
میانمار او ټایلینډ د جمعې پر سهار دوو پرلهپسې زورورو زلزلو و لړزول؛ د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، دا زلزلې د ريښتر په کچه ۷ اعشاریه ۷ او ۶ اعشاریه ۴ درجې وې.
د بيبيسي راپور له مخې، د میانمار چارواکو یوازې په دغه هېواد کې له زرو د ډېرو کسانو د مړه کېدو او ۲۳۷۶ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
د راپور له مخې، هممهاله په ټایلینډ کې چارواکو ویلي چې په بنکاک کې د دې زلزلې له کبله د یوې نیمهتمامې لوړپوړیزې ودانۍ نړېدو پایله کې اووه کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ کاریګر ورک شوي دي.
پر خواله رسنیو خپرو شوو تصویرونو کې ښکاري چې د دې ودانۍ د رغنیزو چارو ځیني کاریګر د زلزلې د ټکانونو له سختېدو وروسته تښتي او بیا پسې دا ودانۍ رانړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP