ټرینکوټ (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د اروزګان امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د نشهیي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د اروزګان امنیه قومانداني ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کارخونه د دغه ولایت مرکز د ټرینکوټ ښار په دورافشان سیمه کې له منځه وړل شوې ده.
هغه وویل چې له یادې کارخونې ۴۵۹ کیلوګرامه میده شوي ومان، ۳۳ لیټره ډیزل، ٢٠ لیټره تېزاب، ١٧ بېلره او یو موټر او یوه اندازه نور توکي ترلاسه شوي دي.
دی وایي چې په دې تړاو یې یو کس هم نیولی دی او له څېړنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP