ژبه

تخار کې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی

<p style="text-align: justify;">تخار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ینګي‌قلعه ولسوالۍ کې یې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د تخار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر مسوول قاري ذبیح‌الله حکیمي وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ینګي‌قلعه ولسوالۍ د مخمل‌ګذر کلي یوه اوسېدونکي خپله مېرمن له لفظي شخړې وروسته د چره‌ییز ټوپک په ډز وژلې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه په وینا، یاد تورن کس د ینګي‌قلعه ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو له لوري نیول شوی دی.</p>

<p style="text-align: justify;">حکیمي زیاته کړه، تراوسه د پېښې لامل څرګند نه دی خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.</p>

ورته موضوع