ژبه

تخار کې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی

همایون حقبین

اپریل 4, 2025 - 3:06 pm

Views: 283

تخار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۴): د تخار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ینګي‌قلعه ولسوالۍ کې یې یو کس د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیولی دی.

د تخار د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر مسوول قاري ذبیح‌الله حکیمي وايي، تېره شپه د دغه ولایت د ینګي‌قلعه ولسوالۍ د مخمل‌ګذر کلي یوه اوسېدونکي خپله مېرمن له لفظي شخړې وروسته د چره‌ییز ټوپک په ډز وژلې ده.

د هغه په وینا، یاد تورن کس د ینګي‌قلعه ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو له لوري نیول شوی دی.

حکیمي زیاته کړه، تراوسه د پېښې لامل څرګند نه دی خو په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.