منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مېرمنې

۱۹ راپورونه

راپورونه

کابل ته له سفره یوه میاشت وروسته؛ د ا.ا تر حاکمیت لاندې افغانستان په اړه د خلیل‌زاد د مېرمنې څرګندونې

د زلمي خلیل‌زاد مېرمنې شرلي بنارد په یوې مقاله کې لیکلي چې افغانستان کې د ښځو له فعالیته انکار د دغه هېواد ناسم انځور وړاندې کوي، څوک باید افغانستان ته د ستنېدو په اړه وېره ونه لري او که نړۍواله ټولنه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، باید بندیزونه کم کړي.

بامیان کې د یوې مېرمنې د ژوند ترخه کیسه؛ «لور مې له زېږون مخکې د یوه هلک په نوم شوه»

د بامیان د مرکز اړوند د زرګران کلي په یوه خټین کور کې یوه مېرمن د خپل ژوند دردوونکې کیسه بیانوي؛ د یوه داسې ناسم دود کیسه چې له مخې یې لا هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې مخکې له زېږونه د نجونو د ژوند برخلیک ټاکل کېږي.

مهدي: مېرمنې مې له دې امله چې د خپل واده پور ادا کولو لپاره ایران کې مسافر یم، طلاق غوښتی

د بامیان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن مهدي چې له خپل واده دوه میاشتې وروسته د ولور لپاره قرض کړو پیسو پیدا کولو په موخه ایران ته تللی وايي، له دې امله چې دی مسافر دی، مېرمن یې د طلاق غوښتنه کړې ده.

غړي

دوې لاسي‌پلورونکې مېرمنې: موږ ته دې د باعزته او خوندي کار زمینه برابره شي

دوې لاسي‌پلورونکې مېرمنې چې سره همکارانې او د لیوره ښځې هم دي او خپلو کورنیو ته د اعاشې برابرولو په موخه له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په سړکونو کې کار کوي، له حکومته غواړي چې له دغسې ښځو ملاتړ وکړي او د خوندي کار زمینه ورته برابره کړي.

غړي

په جوزجان کې لسګونو ښځو وسلې واخیستې

لسګونو جوزجاني مېرمنو چې له هېواده د دفاع لپاره یې وسلې اخسیتې دي خبرداری ورکړ چې که طالبان جګړه پای ته ونه رسوي د امنیتي ځواکونو ترڅنګ یې پر وړاندې دریږي. دغو ښځو چې نن په شبرغان ښار…