منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

خوست کې یو کس د خپلې مېرمنې او اولادونو د وژنې د هڅې په تور نیول شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱،۱۲۸ کتنې

خوست‌ښار (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي، هغه تورن کس یې له کلاشینکوف او لاسي بم سره نیولی چې د خپلې مېرمنې او اولادونو د وژنې په موخه د خسر کور ته ورغلی و.

د خوست د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د خوست ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کنډیو په مردون بابا سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې له نیول شوي کس څخه یو میل کلاشینکوف او یو لاسي بم هم ترلاسه شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي: «د نیول شوي کس له لوري د وژنې هڅه هدف ته له رسېدو وړاندې شنډه شوې.»

خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې دمه د دې کړنې  انګېزه نه ده روښانه شوې، خو د معلوماتو پر اساس، نیول شوی کس په ورته شان یو شمېر نورو مرګونو هڅو هم تورن دی چې د قانوني اجرااتو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.