بامیاني ځوان: اکثر ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ عاید لرم خو د اولادونو راتلونکي لپاره مې ملا تړلې
د بامیان یو اوسېدونکی چې هره ورځ د بامیان په بازار کې مزدوري کوي، وايي چې ډېری ورځې یوازې ۵۰ افغانۍ ګټي، خو د خپلو اولادونو راتلونکي لپاره یې د همت ملا تړلې څو هغوی خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.





