بامیان (پژواک، د غویي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بامیان د مرکز اړوند د زرګران کلي په یوه خټین کور کې یوه مېرمن د خپل ژوند دردوونکې کیسه بیانوي؛ د یوه داسې ناسم دود کیسه چې له مخې یې لا هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې مخکې له زېږونه د نجونو د ژوند برخلیک ټاکل کېږي.
مریم، هغه مور څه باندې پنځوس کاله عمر لري، له اوښکو په ډکو سترګو د خپلې لور د برخلیک دردوونکې کیسه بیانوي؛ د هغې لور کیسه چې مخکې له دې چې سترګې نړۍ ته پرانیزي، برخلیک یې د پلار په یوه شرط یا ژمنې ټاکل شوی و.
هغه وايي: «کلونه مخکې، کله چې زما په نس کې څو میاشتنی ماشوم و، خاوند مې د هغه له خپلوانو یوه کس سره شرط کېښود؛ ویې ویل، که زموږ له مېرمنو یوې لور وزېږوله، د بل زوی ته به یې په نوم کوي.»
په هغو ورځو کې د مریم هیله یوازې دا وه چې ماشوم یې زوی وي؛ له دې له امله نه چې زوی یې خوښېده، بلکې د دې لپاره څو له هغه برخلیکه وتښتي چې په نس کې یې د لور لپاره ټاکل شوی و خو لور یې وزېږېده او د مبارکۍ ویلو پر ځای د کلي خلکو د هغې نوم «د فلاني ناوې» کېښود؛ داسې بېنومه ماشومه چې د زېږون له شېبې د خپل پلار د شرط قرباني وه.
هغه سوړ اسوېلی باسي، اوښکې یې په سترګو کې ډنډېږي او وايي: «د خاوند شرط مې ټوکه نه وه، رښتیا شو، زما په نس کې ماشومه نجلۍ وه، ما او لور مې په دغه کار رضایت نه درلود او هر ځل مې چې مخالفت کاوه، له تاوتریخوالي سره مخ کېدم، په پایله کې مجبوره شوم چې لور مې هماغه نفر ته چې کلونه مخکې ورسره زما خاوند شرط ایښی و، ورکړم.»
مریم وايي، لور یې پنځلس کاله مخکې او مخکې له دې چې ۲۰ کلنۍ ته ورسېږي، واده شوه؛ په ګل او نقل نه، بلکې په چوپتیا او مجبورۍ سره. نن د څو ماشومانو مور ده، له ستونزو ډک ژوند لري او د یوه ورتپل شوي سرنوشت تر بار لاندې ژوند تېروي.
مریم د دې پوښتنې په ځواب چې ایا اوس یې لور د خاوند په کور کې ښه ژوند لري، که نه، په خپګان وايي: «کورنۍ یې بېوزله ده، لور مې تل یوه خبره راته کوي چې راته سخته ده؛ هغه وايي: یو ژوند کوي، یو یوازې ژوند زغمي. لور مې یوازې ژوندۍ پاتې ده.»
هغه په لړزیدلي غږ له کورنیو غواړي چې د خپلو لوڼو برخلیک د ناسمو دودونو لپاره قرباني نهکړي: «دغه کار پر ما تېر شو، باید پر نورو نجونو تکرار نهشي. واده باید د نجلۍ او هلک په خوښه وي. دغه ناسم دود دی، نه خدای ویلي نه پیغمبر، ټولو کورنیو ته مې پیغام دا دی چې هېڅوک دې په زور واده کولو ته نه اړ کوي؛ ځکه په اسلام کې هم راغلي چې دواړه خواوې باید رضایت ولري.»
یوازې د مریم لور نه ده چې د دغو ناسمو دودونو قرباني کېږي
ټولنیزه فعاله او د بامیان اوسېدونکې زهرا حسیني چې د ورته قضیو شاهده وه، ټینګار کوي چې اوس هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې له زېږون مخکې د ماشوم پر جنسیت شرط تړل او له زېږون مخکې د نجونو په نوم کولو دود شته او دغه قضیې ډېری د هغو کورنیو ترمنځ چې د خپلوي اړیکې لري، ترسره کېږي.
نوموړې هغې پېښې ته چې څو کاله مخکې د دغه ولایت په یکهولنګ نمبر۱ ولسوالۍ کې شوې، اشاره کوي او وايي، هغې نجلۍ چې دغه کار ته یې رضایت نه درلود او په وار وار یې خپل مخالفت څرګند کړی، خو کورنیو پرې فشار راوستی څو هغه واده چې د والدینو د شرط تړلو له امله یې بنسټ ایښودل شوی و، ترسره شي او یوازې یوه جمله یې تکراروله: «ژمنه ده، نه کېږي چې سرته یې ونه رسوو.»
نوموړې زیاته کړه، سره له دې چې نجلۍ په دې معامله کې رضایت نه درلود او څو ځلې یې خپل احساس او د لېوالتیا نشتون بیان کړی، خو د قرباني شوې نجلۍ غوښتنو ته هېڅکله غوږ نیول شوی نهدی.
هغې څرګنده کړه چې د کورنیو له حده ډېر فشار د دې لامل شو څو نجلۍ څو ځلې د ځان وژنې اقدام وکړي، خو سره له دې هم کورنیو ویل: «زموږ قول پر خپل ځای دی او موږ نه غواړو د معاملې په له منځه وړلو سره د کورنیو عزت تر پښو لاندې کړو.»
دغهراز د بامیان یوه بل اوسېدونکي عليداد وویل چې کلونه مخکې د بامیان مرکز اړوند قرغنهتو کلي د مور په ګېډه کې د ماشوم د شرط بندۍ قضیه هم منځته راغلې وه، خو کله چې نجلۍ پيغله شوه د دې پرېکړې مخالفت یې وکړ او بالاخره واده تر سره نهشو.
په دې اړه د دیني عالمانو او ارواپوهانو نظر
د بامیان په مرکز کې یوه دیني عالم نعمتالله صادقي وویل چې په ماشومانو شرط بندي د اسلام خلاف عمل دی او په اسلام کې داسې ناوړه دودونه ځای نهلري.
نوموړي وویل، په واده کې بلوغ او د طرفینو رضایت اساسي شرطونه دي او کوم ودونه چې د نجلۍ او هلک له خوښې پرته وشي، اصلاً نکاح یې نه کېږي.
دغه راز په دې اړه یوه ارواپوه محمدظاهر احساس وویل چې هر انسان د نړیوالو قوانینو، د بشري حقونو د اصولنامې او د اسلامي ارزښتنو په رڼا کې په ذاتي ډول له خپلو اساسي حقونو لکه د ژوند کولو او واده کولو له حقه برخمن دی.
د هغه په خبره، په ماشومانو شرط بندي په ښکاره ډول له ټولو انساني ارزښتونو څخه سرغړونه ده چې د رواني او ټولنیز پلوه هم بدې پایلې لري.
نوموړي وویل، دا ناوړه عمل ښځې په کمزورۍ، ناتوانۍ او کمبودۍ اخته کوي او دغه راز دا چاره د دې لامل کېږي څو یوه ښځه په ټولنه کې ګوښیتوب غوره کړي.
د هغه په خبره، داسې ناوړه دودونه د اجباري ودونو د ډېرېدو د رواني اختلالاتو، خپګان او ان د قرباني شوي کس د ځان وژنې لامل کېږي چې باید مخنیوی یې وشي.
اجباري ودونو ته د حکومتي مسوولینو غبرګون
د بامیان د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدو ادارې رییس محمود الحس منصوري وایي چې اجباري ودونه او په ماشومانو شرط بندي یو غیرشرعي عمل دی او باید مخه یې ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس، اجباري ودونه او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جرم ګڼل کېږي او هېڅوک نهشي کولای ښځې له خپلو حقونو محرومې کړي.
منصوري وویل، د تېر کال په ترڅ کې دغې اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پنځوس قضیې ثبت شوې وې چې هغو ټولو ته رسېدنه شوې ده.
هغه وویل چې د بېځایه مصارفو د کمولو او د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د پوهاوي ترڅنګ، دې اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هر ډول قضیې چې ثبت شي، هغو ته په جدي ډول رسېدنه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP