ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې په لومړي ځل د یوې مېرمنې له خوا ښوونیز مرکز جوړ شوی

نیمروز کې په لومړي ځل د یوې مېرمنې له خوا ښوونیز مرکز جوړ شوی

author avatar
3 Oct 2023 - 19:56
نیمروز کې په لومړي ځل د یوې مېرمنې له خوا ښوونیز مرکز جوړ شوی
author avatar
3 Oct 2023 - 19:56

زرنج (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۲): نیمروز کې د لومړي ځل لپاره د یوې ښځې له لوري د نجونو لپاره ځانګړی ښوونیز مرکز جوړ شوی چې دمګړۍ لسګونه نجونې په ‌کې زده‌کړې کوي.

د «پرواز ښوونیز اکاډمي» په نوم دغه مرکز چې دوه اونۍ مخکې په زرنج ښار کې د هما انوري له خوا جوړ شوی، د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او قران‌کریم زده‌کړو برخې لري.

د دغه ښوونیز مرکز بنسټګرې پژواک خبري اژانس ته وويل، د نجونو پر زده‌کړو د بنديز له لګولو وروسته يې هڅه وکړه څو یو داسې ښوونيز مرکز جوړ کړي چې نجونې په ‌کې زده‌کړې وکړي.

انوري چې مخکي يې په بارک لوړو زده‌کړو خصوصي موسسه کې د استاد په توګه دنده ترسره کوله، دا مهال په دې‎ اکاډمۍ کې د مديريت او تدريس ترڅنګ په يوه خصوصي ښوونځي کې هم د ښوونکې په توګه کار کوي.

هغې زیاته کړه: «ما د یو لک افغانیو په پانګونه د دغه ښوونیز مرکز تجهیزات او وسایل چې ۸ پایي لپ‌ټاپونه،‎ مېزونه، څوکۍ، سپینې تختې، مانیټورونه او درسي توکي دي، د پور په بڼه اخیستي څو د انجونو لپاره د امېد سرچینه وي او هغه نجونې چې د زده‌کړې لېواله دي، وکولای شي له دغه مزکره ګټه واخلي.»

د هغې په خبره، په دغه ښوونيز مرکز کې د انګليسي ژبې، کمپيوټر او قران‌کريم ټولګي جوړ شوي چې دا مهال ٥٠ نجونې په ‌کې زده‌کړې کوي.

هغه هیله څرګندوي چې په راتلونکي کې د خصوصي سکټور تمویل‌کوونکو او سرپرست حکومت په ملاتړ دغه ښوونیز مرکز پراخ کړي.

نوموړې زیاته کړه: «غواړم چې د حکومت له پالیسۍ سره سم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو لپاره سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته کړم، هیله لرم چې ډونران او حکومت مې ملاتړ وکړي څو نور وسایل هم واخلم او ډېرو زده‌کوونکو ته درس ورکړم.»

د دغه مرکز يوه زده‌کوونکې امنه چې د کمپيوټر په ټولګي کې زده‌کړې کوي وايي، خوښه ده چې په لومړي ځل داسې یو ښوونيز مرکز جوړ شو چې ټول کارکوونکي يې ښځینه دي.

هغې زياته کړه: «په نيمروز کې مو د نجونو لپاره د چلنجر په نوم د زده‌کړي یوه اکاډمي درلوده چې د نارينه‌وو له لوري مدیریت کېده، خو هغه هم وتړل شوه، دا لومړى ځل دى چې زموږ په ولايت کې د يوې ښځې له لوري نجونو ته د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده.»‎

امنې وویل چې مخکې یې په یوه موسسه کې دنده درلوده خو له څه مودې راهیسې بېکاره شوې ده.

يوه بله زده‌کوونکې فاطمه چې په یاد مرکز کې د انګليسي ژبې زده‌کړې کوي، وايي: «تر اوسه په نيمروز ولايت کې هیڅ خصوصي بنسټ د ښځو لپاره په عصري معيارونو سره د زده‌کړې زمينه نه ده برابره کړې او دغه اکاډمۍ تر ټولو ښه فرصت دی څو نجونو زده‌کړې وکړي.»

هغې زیاته کړه: «په رښتیا خوشحاله یم چې د نجونو د زده‌کړې لپاره داسې یو ځای جوړ شوی چې د قران‌کریم د درس ترڅنګ عصري زده‌کړې هم په ‌کې تدرسیږي، دا یو لوی خدمت دی چې د نجونو لپاره ترسره شوی دی.»

عایشه چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته په کور کې وزګاره وه او خفګان ورته پیدا شوی و، اوس په دغه مرکز کې د قران‌کریم په ټولګي کې شامله شوې ده.

هغې زياته کړه: «زه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم، خو له بده مرغه دوه کاله کېږي چې په کور کې یم، د ګاونډي له لور خبره شوم چې دلته په تجويد سره د قران‌کريم درس ورکوي.»

د نیمروز د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي ګلبدین شریفي د دغه ښوونیز مرکز له جوړېدو هرکلی کوي او وايي: «که څه هم چې د اسلامي امارت د تګلارې پر بنسټ له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو د نجونو لپاره زده‌کړې منع دي، خو له اسلامي معیارونو او شرایطو سره سم جوړ شوی دی.»‎

هغه زیاتوي: «که یو چېرته ‎د ښځینه‌وو زده‌کړې د اسلام له شرایطو او د هېواد له قوانینو سره برابرې وي، ښځینه استادانې وي او اسلامي حجاب په بشپړ ډول مراعات شوی وي، موږ هغه نه ردوو؛ بلکه زه وایم، ښه ده چې زه پر دې موافق یم چې زموږ د ټولنې هر نارینه او ښځینه باید دیني او عصري زده‌کړو سمبال وي.»

Visits: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.