ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی

بلخ کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی

author avatar
19 Oct 2022 - 11:40
بلخ کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره ځانګړی رسټورانټ جوړ کړی
author avatar
19 Oct 2022 - 11:40

مزارشریف (پژواک، ٢٧ تله ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې یوې مېرمنې د ښځو لپاره ځانګړى رسټورانټ جوړ کړى او ترڅنګ يې اووه نورو ښځو ته د کار کولو زمينه هم پکې برابره کړې ده.

په دغه رسټورانټ کې تر ډېره هوسانه خواړه چمتو او پلورل کېږي.

د بلخ ولایت یو شمېر ښځې د دغه ډول ځایونو جوړول له یوې خوا په ټولنه کې د ښځو د فعالیتونو پراخېدو او له بلې خوا ورته د مناسب او هوسا فضا رامنځته کېدو لپاره مهم او اغېزناک فرصت ګڼي.

د یاد رسټورانټ مالکې نجيبې پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په رسټورانټ کې ډېری هوسانه خواړه لکه بولاني، آشک، منتو، آی‌خانم، گل‌خانم او سمبوسې پخوي.

هغه زیاتوي چې په یاد رسټورانټ کې اووه نورو هغو مېرمنو ته يې هم د کار کولو زمینه برابره کړې چې کورنۍ يې سرپرستان نه لري.

دې وويل چې رسټورانټ یې د ښځو لپاره جوړ کړى او مشتریان یې هم تر ډېره ښځې دي.

په همدې حال کې، د یاد رسټورانټ کارکوونکې خوښ دي چې د کار کولو زمينه ورته برابره شوې ده.

د رسټورانټ یوې کارکوونکې الهې پژواک ته وويل چې په دغه رسټورانټ کې له کار کولو سره ځان راحته احساسوي او هم له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پيدا کوي.

هغې د دغه رسټورانټ جوړول په ټولنه کې د نورو مېرمنو د هڅونې او ښځو ته د کاري فرصتونو برابرېدو لپاره مهم وباله.

پاکیزه چې پر زده‌کړو سربېره په دغه رسټورانټ کې کار کوي، وایي چې ښوونځي ته له تګ وروسته دغلته کار کوي او له دې لارې هم خپل لګښت برابروي او هم له خپلې کورنۍ سره مرسته کوي.

دغه‌راز د مزارشریف اوسېدونکې رحيمې پژواک ته وويل چې ډېرى وخت له خپلې کورنۍ سره دغه رسټورانټ ته راځي، له خوړو او مناسب ځاى څخه يې رضايت لري.

هغه همداراز یاد رسټورانټ د ښځو لپاره هوسا او مناسب ځای بولي او وایي چې ښځې کولاى شي په ډاډه زړه ورته ورشي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې يوې بلې مېرمنې هم د ښځو لپاره ځانګړى رسټورانټ جوړ کړى دى.

Visits: 99

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.