ژبه

میدان‌وردګو کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

<p style="text-align: justify;">میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): میدان‌وردګو کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د میدان‌وردګو له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن ورځ شاوخوا ۱۲ بجې د چک ولسوالۍ د بیکسمند ذوالقاعده کلي کې هغه مهال شوې چې د ښوونځي ماشومان له رخصتېدو وروسته د لارې په اوږدو کې پر یو پخواني ماین ور برابر شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">جلالي زیاتوي، ټپیان د درملنې لپاره د میدان‌وردګو ملکي روغتون ته انتقال شوي او د ټولو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.</p>