Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): میدان‌وردګو کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګو له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن ورځ شاوخوا ۱۲ بجې د چک ولسوالۍ د بیکسمند ذوالقاعده کلي کې هغه مهال شوې چې د ښوونځي ماشومان له رخصتېدو وروسته د لارې په اوږدو کې پر یو پخواني ماین ور برابر شوي دي.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.

جلالي زیاتوي، ټپیان د درملنې لپاره د میدان‌وردګو ملکي روغتون ته انتقال شوي او د ټولو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.