Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا مشر: اوس وخت د دې دی چې مسوولین د خلکو خدمت وکړي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشر د پکتیا ولایت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، مسوولین د خلکو په خدمت کولو مکلف دي، لکه څنګه چې په تېر «جهادي دور کې خلکو د مجاهدینو خدمت وکړ»، اوس وخت دی چې مسوولین د خلکو خدمت وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ملا هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ د پکتیا ولایت له والي ملا مهرالله حماد، د علماوو شورا رییس، امنیه قومندان، د استخباراتو رییس، او د دغه ولایت د ټولو امارتي ادارو له مسوولینو سره وکتل.

هغه ویلي: «الله تعالی یو ښه فرصت راوستلی دی، د الله تعالی شکر ادا کړئ چې د علم، د دین، د اسلام د خدمت کولو، او د اتفاق، اتحاد، د اخووت او ایماني ورورګلوۍ د دې ټولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده، نو ساتل او حفاظت يې پر موږ او تاسي پوري اړه لري.»

د اسلامي امارت مشر ویلي، مسوولین دې خپل مسوولیت ته ښه متوجه شي له غفلت څخه دې ځان وساتي.

ده زیاته کړه، هڅه باید وشي چې اسلامي او شرعي احکام نافذ شي، په خاص ډول امر بالمعروف نهی عن المنکر چې د اسلام اصلي هدف دی، اوس یې وخت دی چې په اقتصادي، سیاسي، او نظامي چارو کې شریعت تطبیق شي.

ده ویلي: «کوښښ وکړئ خپلو منځونو کې ښه هماهنګي ولرئ، د مسؤلینو اطاعت کوئ، د خپلو مربوطه وزارتونو له وزیر صاحبانو او رئیس صاحبانو سره ښه هماهنګي ایجاد کړئ او اطاعت یې وکړئ، ځکه د وزیر صاحبانو اطاعت پر ټولو مسؤلینو لازمي دی او باید ښه ورته متوجه شئ.»

هغه دغه راز ویلي، مسوولین د خلکو په خدمت کولو مکلف دي، لکه څنګه چې په تېر «جهادي دور کې خلکو د مجاهدینو خدمت وکړ»، اوس وخت دی چې مسوولین د خلکو خدمت وکړي.

ده ویلي، مسوولین باید د خپل ولایت د خلکو د ستونزو په حل او په مربوطه ولایت کې د خلکو ترمنځ د دښمنيو، اختلافاتو او قومي تعصباتو په ختمولو او ښه امنیت په راوستلو کې پوره کوښښ وکړي، او مسوولین دې د خلکو ترمنځ د روغو جوړو کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.