کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د سترې محکمې ویاند په بادغېس، فراه او نیمروز کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، «هېڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت، دین او قضا کې د لاسوهنې حق نهلري.»
تېره ورځ سترې محکمې په غزني، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلې کړ خو د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې دغه کار د انساني کرامت خلاف بللی و.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «الحمدالله په افغانستان کې د کلونو قربانیو او مبارزو وروسته، د اسلامي امارت په حاکمیت سره یوځل بیا اسلامي نظام حاکم شو، د الهي نصرت د شهیدانو د وینو، د مجاهدینو د هڅو او د ملت د بې سارو قربانیو پایله ده، زموږ موخه دا وه او ده چې د الله تعالی دین نافذ او شریعت او اسلامي عدالت پلي شي.»
هغه لیکلي، پر همدې اساس، د شریعت د څرګندو حکمونو، باوري شواهدو او د قاتلینو د اقرار پر بنسټ، پرون په بادغېس، نیمروز او فراه کې پر څلورو قاتلینو د قصاص الهي حکم تطبیق شو، دا الهي حکم د مقتول او وارثینو د حق اعاده، د ټولنې د اصلاح عدالت او د جرمونو د مخنیوي لپاره ټاکل شوی دی.
ده لیکلي: «خو د ملګرو ملتونو د حقوق بشر څانګې دا څرګندونې چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف بللی، یو غیرمنصفانه او د تعجب وړ دریځ دی، دا کسان چې قصاص پرې تطبیق شو د بې ګناه انسانانو قاتلین وو، د مظلمو کورنیو ژوند یې تباه کړی وو او ټولنیز امنیت یې ګډوډ کړی و. دا زموږ دین، زموږ شرعي نظام او زموږ د ولس غوښتنه ده، اسلام برحقه دین دی او موږ د هغه د تعمل مکلف یو، هیڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت، دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»
راشد زیاته کړې، دا د مسلمانو د خپلواک شرعي حاکمیت څرګند نښه ده او د افغانستان اسلامي امارت محاکم د شریعت د حکمونو تطبیق ته پوره ژمن دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP