Language

مالیې وزارت درېیو ګمرکونو ته د څه باندې ۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت کرینونه پېرلي

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): مالیې وزارت وايي چې د ګمرکونو لوی ریاست د فراه، کندهار او خوست ګمرکونو ته د څه باندې ۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت درې کرینونه پېرلي دي.

کرین هغه واسطه ده چې په وسیله یې په ګمرکونو کې درانه بارونه تخلیه او بارګیري کېږي.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کرینونه په افغانستان کې د سوداګرۍ بهیر د لا چټکتیا او د سوداګریزو توکو د تخلیې او بارګیرۍ برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پېرل شوي دي.

د سرچینې په حواله، د یادو کرینونو له پېرلو سره به په اړوندو برخو کې د سوداګرو ستونزې حل او د ملي عوایدو په زیاتوالي کې به اغېزناک رول ولري.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، ډېر ژر به د افغانستان نورو ګمرکونو ته هم پېرل شوي اته کرینونه وسپارل شي.