ژبه

قرغیزستان په دوو میاشتو کې افغانستان ته نږدې ۲۵ میلیون لېتره نفتي توکي صادر کړي

کابل (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۴): قرغیزستان د روان ۲۰۲۵ کال په لومړيو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، ۲۴.۹ میلیون لیتره نفتي توکي صادر کړي دي.

د قرغیزستان د اکي‌پرس خبري اژانس د راپور له مخې، یاد نفتي توکي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې افغانستان ته صادر شوي دي.

سرچینه د جزییاتو له ورکول پرته لیکلي چې د تېر ۲۰۲۴ کال په همدې موده کې دومره نفتي توکي افغانستان ته نه وو صادر شوي.