جلالاباد (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنيو لوبو اتم پړاو سيالۍ د ننګرهار په کوربهتوب پيل شوې.
په دغو سياليو کې چې نن هممهاله د ننګرهار غازي امانالله خان او نجيبالله ترکي لوبغالو کې پيل شوې، څلور لوبډلې ګډون کوي چې ټولې به يو د بل پر وړاندې لوبېږي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند سید نسیمالله سادات د دغو لوبو د پيل مراسمو کې وويل، په دغو سيالیو کې د هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجنډز، ماهیپر ستوري او د میوند اتلانو لوبډلې ګډون لري چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ په کې د کورني کرکټ لوبغاړي هم برخه لري.
دی وايي، نن دوه سيالۍ پيل شوې چې يوه يې د هندوکش سټرایکرز او پامير لېجنډز او بله هم د ماهيپر ستوري او ميوند اتلانو لوبډلو ترمنځ روانې دي.
د افغانستان د کورني کرکټ مسوول نظيمجار عبدالرحيمزي وويل چې دغه سيالۍ په ولايتونو کې د کرکټ لوبې د ودې، له بېلابېلو موسمونو او ډګرونو سره د لوبغاړو د بلدتيا او د څلور ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو چمتووالي په موخه کېږي.
بلخوا، په دغو سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي بیا دغه لوبې د پرمختګ او تجربې ترلاسه کولو لپاره ښه فرصت ګڼي او وايي، هڅه به وکړي چې ځان په دغو لوبو کې ښه ثابت کړي.
د کرکټ د ملي لوبډلې غړی او په دغو سياليو کې د ماهیپر ستورو لوبډلمشر دروېش رسولي وويل چې دا ډول لوبې د ځوانو لوبغاړو لپاره ډېرې ګټورې دي؛ ځکه دوی کولای شي له مشرانو لوبغاړو ډېرې تجربې ترلاسه کړي.
د ملي لوبډلې يو بل لوبغاړی او په دغو سياليو کې د هندوکش سټرایکرز لوبډلمشر صدیق اتل په ننګرهار کې په اوسني موسم کې د دغو لوبو ترسره کول ځکه ګټور ګڼي چې څلور ورځنۍ لوبې اکثریت په ګرمو سيمو او د ګرمۍ پر مهال کېږي نو دوی کولای شي چې ځان دغو لوبو ته ښه چمتو کړي.
له دې مخکې هم په ننګرهار کې د کرکټ بورډ له لوري مهمې سيالۍ د غازي امانالله خان او نجیبالله ترکي لوبغالو کې ترسره شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP