منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:16 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
لوبې

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبه کوي

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له تاجکستان سره خپله دویمه لوبه کوي.

· 1 دقیقه لوستل · 47 کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن له تاجکستان سره خپله دویمه لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه نن پنجشنبې د ماښام شپږنیمې بجې په بحرین کې ترسره کېږي.

د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام مقدماتي سیالیو کې له اردن، تاجکستان او بحرین سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د یادونې ده، افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه اردن ته بایللې ده.