کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال قبیلهیي شپږم پړاو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه اوزبېکستان ته وبایله.
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد د وزلوبې ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د قبیلهیي شپږم پړاو نړۍوالو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ازبیکستان ته ۴ پر ۱ وبایلله.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه سبا پنجشنبه له مغولستان سره تر سره کړي.
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ د قرغیزستان په کوربهتوب د دغه هېواد په پلازمېنه بیشکیک کې د ۱۰۶ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي.
دغه سیالۍ د اګسټ په ۳۱مه پیل شوې او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۷مې دوام وکړي.