Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د غېږنيونې سيالۍ پيل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۴): په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنيونې سيالۍ پيل شوې.

مسوولين وايي، دا دوه ورځنۍ سيالۍ د المپيک، بدني روزنې او ورزش رياست تر چتر لاندې د جلال‌اباد ښار د بهسودو په فوټبال لوبغالي کې پيل شوې دي.

د ننګرهار د ورزش او بدني روزنې رياست په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د جلال‌اباد ښار د ورزشي کلپونو د ۳۰۰ لوبغاړو ترمنځ د غېږنيونې دوه ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالۍ د بهسودو په فوټبال لوبغاړي کې د درېیو سني کټګوریو نوي ځوانان، ځوانان او لویانو ترمنځ د ۱۵۰ جوړو په ګډون پيل شوې.

سرچينې لیکلي چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو هڅونه او ولايتي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده.

یادې لوبې به له دوو ورځو دوام وروسته پای ته ورسېږې او ګټونکو ورزشکارانو ته به مډالونه او ستاينلیکونه ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.