Language

پروان کې د ۱۷۵ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروان په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷۵ بېلابېلو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده ویلي، دا پروژې به نه یوازې د عامو وګړو لپاره د کار زمینه برابره کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي وده باندې به هم مثبت اغېز ولري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د کار په لړ کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې په اړوندو برخو کې د شینواري او سالنګ ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

Related Topics